Professional Documents
Culture Documents
له یوې پروتوزوایي ناروغۍ څخه عبارت ده ،چې په انسانانو کښې اسهالت
رامینځته کوي .
د دې ناروغۍ لمل د جاردیا پرازیت دی ،چې کوچنۍ کولمې مصابوي او له
همدې امله د ا ناروغۍ د اثناعشر د جاردیا ) ، ( Giardia duodenalis
جاردیالمبلیا ) ( Giardia lambliaاو د کولمو د جاردیا ) Giardia
( intestinalisپه نومونو هم یادیږي .
دا پرازیت د ککړو اوبو او خوراکي توکو له لرې انسانانو ته سرایت کوي ،کله
چې هضمي جهاز ته داخل شي نو خپل ځان د اثناعشر د مخاطي پردې سره
نښلوي ،او د کولمو د مخاط څخه ګټه اخلي ،چې په پایله کښې د کولمو
التهاب ،حاد اسهال ،مزمن اسهال ،او د جذب د خرابوالي د سندروم لمل
ګرځي .
د ناروغۍ د تفریح دوره ۱-۳هفتې ده ،اعراض او علیم یې د اسهال او وزن د
ضایع کیدلو څخه عبارت دي ،چې د خیټې د انتفاخ ) پړسوب ( ،زړه بدوالي ،
بې اشتهایي او د نامه د ناحیې د کرمپونو سره یوځای وي ،او په غایطه موادو
کښې مخاط لیدل کیږي .
د ناروغۍ حاده بڼه تر څلورو ورځو پورې دوام کوي ،خو په تحت الحاد او
مزمن شکل کښې د قندونو ،غوړو او په غوړو کښې د منحلو ویتامینونو د جذب
د خرابوالي سندروم رامینځته کیږي ،او له نیمایي څخه زیات ناروغان د شحمي
تغوط یا Steatorrheaدرلودونکي وي .
د ناروغۍ تشخیص د کلینیکي لوحې ،فزیکي او لبراتواري پلټنو له مخې
صورت نیسي او په غایطه موادو کښې د جاردیا د کیست یا تروفوزویت په پیدا
کولو سره تشخیص قطعي کیږي .
د جاردیازس انتخابي درملنه د میترونیدازول په واسطه ترسره کیږي ،چې له
٪۹۰څخه په زیاتو پیښو کښې د قناعت وړ پایلې رامینځته کوي ،همدارنګه د
Furazolidone ، Mepacrine ، Secnidazole ، Albendazoleاو
Tindazoleڅخه هم ګټه اخیستل کیدلی شي .
د جاردیازس څخه د ژغورنې په خاطر باید هغه ناروغ کسان چې د انتان منبع بلل
کیږي هر څومره زر چې ممکنه وي تر درملنې لندې ونیول شي ،او د غذاء
خوړلو او اوبو څښلو په وخت کښې دې د دوﺉ د صحي والي ) پاکوالي ( په
برخه کښې دقت وشي .