You are on page 1of 2

‫جاغور ) ‪ : ( Goiter‬د درقیه غدې د ضخامه یا غټیدلو څخه عبارت ده ‪،‬‬

‫چې ممکن فزیولوژیک یا پتالوژیک وي ‪.‬‬


‫په ښځو کښې جاغور ډیر عمومیت لري ‪ ،‬او په غرنیو منطقو کښې په اندیمیک‬
‫شکل په سترګو کیږي ‪.‬‬
‫جاغور د ځواني ‪ ،‬حاملګي او خپل سرو درملو په اخیستلو سره تشدید کیدلی شي ‪.‬‬
‫جاغور معمول په دوه منتشر او نودولر شکلونو سره جدا کیږي ‪ ،‬چې عبارت دي‬
‫له ‪:‬‬
‫منتشر جاغور ) ‪ : ( Diffuse goiter‬د لندې انواعو درلودونکی دی ‪:‬‬
‫ساده جاغور ) ‪ : ( Simple goiter‬د نخامیه غدې د قدامي فص په واسطه د درقیه‬
‫غدې د تنبیه له امله ساده جاغور رامینځته کیږي ‪ ،‬او هر هغه عامل چې د درقیه‬
‫غدې هارمونونه په دوامداره توګه را کموي د جاغور د رامینځته کیدو باعث‬
‫ګرځي ‪ ،‬د بیلګې په ډول د آیودین کمبود له امله په غرنیو منطقو او هغو مناطقو‬
‫کښې چې اوبه یې د غرنیو سیمو څخه تهیه کیږي او همدارنګه په هغو سیمو‬
‫کښې چې خاوره یې د ایودین له پلوه خواره وي او یا د کلسیم اندازه یې زیاته وي‬
‫یو زیات شمیر خلک په جاغور باندې اخته کیږي ‪ ،‬په همدې ډول د هضمي لرې‬
‫څخه د آیودین نه جذبیدل ) سره له دې چې په اوبو او خوراک کښې کافي مقدار‬
‫آیودین شتون ولري ( د جاغور د رامینځته کیدو لپاره زمینه برابروي ‪.‬‬
‫د درقیه غدې اتوایمیون ناروغۍ ) ‪: ( Autoimmune thyroid desease‬‬
‫هایپرتایرویدیزم او د درقیه غدې هاشیماتوز التهاب د منتشر جاغور په ډول را‬
‫ښکاره کیږي ‪.‬‬
‫د درقیه غدې التهاب ) ‪ : ( Thyroiditis‬مختلف انواع لري ‪ ،‬او ګرانولوماتوز‬
‫بڼه یې د وایرسونو په واسطه رامینځته کیږي ‪.‬‬
‫نودولر جاغور ) ‪ : ( Nodular goiter‬د لندې انواعو درلودونکی دی ‪:‬‬
‫مولتي نودولر جاغور ) ‪ : ( Multi nodular goiter‬دا ډول جاغور ډیر عمومیت‬
‫لري ‪ ،‬او زیاتره پیښې یې په زاړو خلکو کښې په سترګو کیږي ‪.‬‬
‫واحد جاغور ) ‪ : ( Solitary goiter‬تشخیص یې مشکل دی ‪ ،‬په دې حالت کښې‬
‫باید چې خبیثه آفات له پامه ونه غورځول شي ‪.‬‬
‫د کلینیکي اړخه د فزیکي پلټنو په وخت کښې په ‪ ٪۹‬ناروغانو کښې جاغور‬
‫لیدل کیږي او عمدتا د ناروغ ‪ ،‬د والدینو او یا ملګرو له خوا د ښایست د نقیصې‬
‫په ډول بیانیږي ‪.‬‬
‫اکثریت جاغورونه بې درده وي ‪ ،‬خو حاد انواع یې د درد او ناراحتۍ سره یوځای‬
‫وی ‪ ،‬همدارنګه لوی جاغورونه په مرۍ او شزن باندې د فشار راوړلو په پایله‬
‫کښې د بلع او تنفس ستونزې رامینځته کوي ‪.‬‬
‫د جاغور تشخیص د تاریخچې ‪ ،‬فزیکي پلټنو او لبراتواري پلټنو په واسطه‬
‫کیښودل کیږي ‪.‬‬
‫په فزیکي پلټنو کښې باید د جاغور شکل ‪ ،‬قوام ‪ ،‬خوځښت ‪ ،‬تودوخه او څنډې‬
‫وکتل شي ‪.‬‬
‫کوچني جاغورونه د جس کولو په پرتله د بلع دعملیې په دوران کښې په اسانۍ‬
‫سره په ښه توګه لیدل کیږي ‪.‬‬
‫د متممه معایناتو لکه اکسرې ‪ ،‬التراسونډ او ستي سکن څخه د جاغور د څیړنې‬
‫لپاره چې آیا خبیث دی او که سلیم دی ګټه اخیستل کیدلی شي ‪.‬‬
‫درملنه ‪ :‬هغه جاغورونه چې کوچني وي او اعراض ونه لري ‪ ،‬فقط تر نظر لندې‬
‫نیول کیږي او په ډیرو نادرو حالتو کښې طبي او جراحي مداخلې ته اړتیا لري ‪.‬‬
‫د جاغور اعراض لرونکي او تکلیفوونکي انواع د لملونو په پام کښې نیولو سره‬
‫درملنه کیږي ‪.‬‬
‫پتاشیم ایوداید او ایودین لرونکې مالګې د جاغور په درملنه او وقایه کښې‬
‫اغیزمنې دي ‪.‬‬

You might also like