You are on page 1of 2

‫حبن ) ‪( Ascitis‬‬

‫حبن په لغت ک ښې د مایع د ترشح په معنی ده ‪ ،‬او په اصطلح ک ښې حبن د‬


‫پریتوان په جوف ک ښې د مایع د را ټولیدلو څخه عبارت دی ‪ ،‬چ ې عمده ترین‬
‫علت ی ې د ین ې سیروز تشکیلوي ‪ ،‬همدارن ګه یو شمیر غیر کبدي آفات هم‬
‫حبن رامینځته کولی شي ‪.‬‬
‫د حبن لملونه د حبن د مایع د رن ګ په نظر ک ښې نیولو سره په لندني جدول‬
‫ک ښې ښودل شوي دي ‪:‬‬

‫وینه لرونکی )‬ ‫د شیدو په شان‬


‫زی ړ کاهی ) ‪( Straw‬‬ ‫د مایع رن ګ‬
‫‪( Bloody‬‬ ‫) ‪( Chylous‬‬
‫سرطانونه ‪ ،‬د رحم‬ ‫سرطان ‪ ،‬سیروز ‪،‬‬
‫نه د بیروني حمل‬ ‫د ین ې‬ ‫انتانات ‪ ،‬د ین ې دورید‬
‫سیروز ‪ ،‬او د چیر ې کیدل ‪ ،‬د‬ ‫بندش ‪ ،‬د پانقراص‬
‫لملونه‬
‫عمده لمفاوي خی ټې ترضیضات‪،‬‬ ‫ځنډنی التهاب ‪ ،‬د زړه‬
‫او د پانقراص حاد‬ ‫لرو بندش ‪.‬‬ ‫عدم کفایه او نفروتیک‬
‫التهاب‬ ‫سندروم‬

‫په درسته تو ګه د حبن د رامینځته کیدو د قیق میکانیزم معلوم نه دی ‪ ،‬او‬


‫څی ړونکو یو زیات شمیر د حبن رامینځته کوونکې تیوري ګانې وړاندیز‬
‫ک ړې دي ‪ ،‬خو سره له هغه بیا هم دا معلومه شو ې ده چ ې حبن په عضویت‬
‫ک ښې د مال ګې او اوبو د زیاتوالي په اثر رامین ځته کی ږي ‪ ،‬همدارن ګه‬
‫لندني فکتورونه د حبن په تأسس ک ښې ذیدخل بولي ‪:‬‬
‫‪ -۱‬د اپینیفرین او ناراپینیفرین د سوی ې زیاتوالی ‪.‬‬
‫‪ -۲‬د سمپاتیک سیستم د مقویت زیاتوالی ‪.‬‬
‫‪ -۳‬په وریدباب ک ښې د فشار زیاتوالی ‪.‬‬
‫‪ -۴‬د وین ې د پروتین کموالی ‪.‬‬
‫‪ -۵‬د لمفاوي جریان په مقابل ک ښې د مقاومت زیاتوالی ‪.‬‬
‫‪ -۶‬کلیوي فکتورونه چ ې په ن ږد ې او لر ې تیوبیولونو ک ښې د سودیم د جذب‬
‫لمل ګرځي ‪.‬‬
‫د کلینیکي ا ړخه په حبن اخته کسان د خی ټې دغ ټوالي حکایه کوي او په‬
‫کتلوي حبن ک ښې د حجاب حاجز د پورته تلو له امله تنفسي مشکلت‬
‫رامین ځته کی ږي‪.‬‬
‫د تشخیص په وخت که د پریتوان د جوف د مایع اندازه تر ‪ ۵۰۰‬ملي لیتره‬
‫پور ې وي نو د فزیکي پل ټنو په واسطه حبن تثبیت کیدلی شي ‪ ،‬م ګر د‬
‫التراسون ډ معاین ې په واسطه په ځان ګړي ډول د ډوپلرالتراسون ډ وسیله د مایع‬
‫ډیره کمه اندازه د تثبیت وړ وي ‪.‬‬
‫د حبن د سرچین ې د موندلو لپاره لند ې پل ټن ې تر سره کی ږي ‪:‬‬
‫الف ‪ -‬د حبن د مایع څی ړل د ‪ Transudates‬او ‪ Exudates‬له نظره ‪.‬‬
‫ب ‪ -‬د وین ې د سیروم او د حبن د مایع ترمینځ د البومین د تناسب مطالعه کول‬
‫) ‪ ( Serum-Ascite-Albumin Gradient‬چ ې مخفف ی ې ‪ SAAG‬ده او‬
‫په هغو ناروغانو ک ښې چ ې حبن ی ې د ین ې د سیروز او د ورید باب د فرط‬
‫فشار له امله رامینځته شوی وي د ‪ 1,1‬ګرام في دیسي لیتر څخه لو ړ وي ‪،‬‬
‫چ ې د ورید باب او حبن ترمینځ د یو غیر نارمل هایدروستاتیک فشار د‬
‫تفاضل ښودونکی ده ‪.‬‬
‫په عامه تو ګه د حبن درملنه د لملونو په نظر ک ښې نیولو سره تر سره‬
‫کی ږي‪ ،‬د سیروز په ناروغانو ک ښې د حبن د درملن ې څخه موخه په ورځ‬
‫ک ښې د یو نه تر نیم کیلو ګرام وزن بایللو څخه عبارت دی ‪ ،‬چ ې نومو ړې‬
‫موخه د لند ې مانورو په واسطه رامینځته کیدلی شي ‪:‬‬
‫‪ -۱‬استرحت ‪ :‬څرن ګه چ ې د استرحت په وخت ک ښې د پ ښتور ګو کلیرانس‬
‫ښه کیږي ‪ ،‬نو ځکه د حبن په درملنه کښې توصیه کیږي ‪.‬‬
‫‪ -۲‬د مال ګې محدودول یا کمول ‪ :‬په یوه ور ځ ک ښې باید د خو ړو دوه ګرامه‬
‫مال ګه واخیستل شي ‪.‬‬
‫‪ -۳‬د مایعاتو محدودول یا کمول ‪ :‬په یوه ور ځ ک ښې باید د ‪ ۱۰۰۰‬ملي لیتره‬
‫په اندازه مایع واخیستل شي ‪.‬‬
‫‪ -۴‬د درملو توصیه کول ‪ :‬د دیوریتیکونو توصیه کول ګټور ثابت شوي ‪.‬‬
‫‪ -۵‬د مایع تشول یا پاراسنتیز ‪ :‬هرکله چ ې ناروغ د پورتنیو اهتماماتو سره‬
‫ځواب ورنه کړي نو بذل ترسره کیږي ‪.‬‬
‫‪ -۶‬جراحي عملیه ‪ :‬هر کله چ ې حبن د پورتنیو اهتماماتو په و ړاند ې تعند‬
‫وک ړي ) ځواب ورنه ک ړي ( د شن ټونو د ترسره کولو څخه ګټه اخیستل‬
‫کیدلی شي ‪.‬‬

You might also like